
روهي(پنځه نۍ/۱۶ د کب)،د مايکروسافت د په اساس ايراني هېکرانو پد ۲۰۱۶ م کال راهیسې د ټولې نړۍ په کچه تر ۲۰۰ زياتو شرکتونه سایبري بريدونه کړي دي. د مایکروسافټ مدیر لمبيرت ويلي دي چې ډيری شرکتونه له دې کبله بې ثباته شوي دي
د مایکرو سافټ منېجر جان لمبيرت «وال ستريت ژورنال» ته ويلي دي چې له دې ساېبري بريدونو څخه د شرکتونو په زرونو کارکوونکي اغیزمن شوي دي. د هغه په خبره د شرکتونو محرم معلومات غلا شوي او يا هم له منځه وړل شوي دي.
د ایران څخه ورسته بیا د امريکا متحدو ايالاتو له خوا په تیرو وختونو کې هم د څو وارې د ساېبري بريدونو تورونه لگول شوی دي، خو د ايران حکومت تل دغه تورونه رد کړي دي. د حکومت له خوا ويل شوي چې ايران په هيڅ دا ډول فعاليتونو کې لاس نه لري.
د مایکرو سافټ په حواله پر شرکتونو دا ساېبري بريدونه د يوې ډلې له خوا شوي چې د سافت ویر شرکتونو کارپوهان یې د «هولميوم» په نامه يادوي. کارپوهان د يو برخه هېکري بريدونو پړه پر دې ډله ور اچوي او د نورو له پاره APT33 ډله گرم بولي.