روسیه : امریکا کوښښ کوي چې ترکیه د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم د اخیستو نه پښېمانه کړي

روهي(پنمځه نۍ/۱۶ د کب)،د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وسلو د کنټرول د څانګې رئیس ولادیمیر يرماکوف وویل چې د واشنګټن له خوا ترکیې ته د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د تسلیماتو پر وړاندې د خنډونو جوړولو کړنې په اصل کې د وسلو په نړۍوالو بازارونو کې د امریکا د کمزورۍ ښکارندويي کوي.

هغه د روسیې رسنیوو ته ویلي ، روسیې د ترکیې سره د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم په اړه لاسلیک کړی، تړون د ټاکل شوي هوکړې له مخې دوام لري. هغه وویل چې روسیه به دا سیستم په خپل ټاکل شوي وخت ترکیې ته تسلیم کړي.

هغه ویلي چې د ۲۰۱۹ کال تر پای پورې به دا سېستم ترکیې ته وسپاري