
روهي( څلورنۍ/۱۵ د کب)،د امریکا د بهرنیو چارو ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي دي، چې امریکا ترکیې ته ویلي چې د روسیې څخه د دافع هوا سېستم د نه اخلئ
د دغه وزارت ویاند رابرټ پالادینو ویلي، که ترکیه د روسیې S400 ډوله سېستم واخلي، واشنګټن به پر ترکیې د F35 ډوله پرمختللو جنګي جېټ الوتکو د پلورلو پر پروګرام بیا غور وکړي.
د امریکا متحده ایالات پر ترکیې د سلو F35 ډوله پرمختللو جنګي جېټ الوتکو د پلورلو توافق کړی دی، خو تر اوسه دوه دغسې الوتکې ترکیې ته ورکړل شوي دي.
روسي رسنیو تېره میاشت راپور ورکړ چې ترکیه غواړي چې له روسیې څخه د څلور اېس۴۰۰ ډوله دفاعي سېستم د دوه نیم میلیارده ډالرو په ارزښت وپلوري.