
روهي( څلورنۍ/۱۵ د کب)،ترکیې د سومالیا په پلازمینه موګادیش کې د دینیلي په کډوالو کمپ کې د ۵ زرو کورنیو سره د جامو مرسته وکړه.
دا مرستې د ترکېې د سرې میاشتې لخوا شوې په سومالیا کې د ترکیې د لوی سفیر محمد یلمز، د سومالیا د بیړنیو حالاتو او بشري چارو د مرستیال وزیر عبدالرشید محمود په حضور کې د سرې میاشتې لخوا په خلکو وویشل شوې.
سومالیا کې د ترکیې سفیر د نوموړو مرستو د ویشلو پر مهال وویل چې ترکیې د ۲۰۱۱ کال راهیسې په سومالیا کې د اړینو کسانو ته په دومداره توګه مرستې کوي.
همداشان د سومالیا د ناورین او بشري چارو مرستیال وزیر بیا په سومالیا کې ترکیې او د ترکیې د سرې میاشتې د مرستو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې په سومالیا کې د ترکیې سرې میاشت فعالیت د ستایلو او قدردانۍ وړ دی.هغه وویل چې دا جامو په ځانګړې توګه په کمپونو کې ماشومان ډیر زیات خوښ کړي دي.