
روهي( څلورنۍ/۱۵ د کب)،د ۹ کلونو وروسته زمري خپل انډیوال وخوړ، چک جمهوریت کې یوه زمري، چې یوه سړي په خپل کور کې ساته، خپل ۳۳ کلن څښتن وخوړ.
مایکل راسیک داسې باور نه درلود چې زمری به یې وخوري.
ښاري چارواکو په کراتو کراتو یاد سړي ته په خپل کور کې د زمري او زمرۍ د ساتلو د خطر په اړه خبرداری ورکړی و.
د دغه سړي پلار د خپل زوی مړی د زمري په قفس کې موندلی. هغه اړوندو کارکوونکو ته ویلي، قفس د ننه خوا پر هغه پسې تړل شوی دی.
دا دواړه داړونکي حیوانات په دوو جلا ځایونو کې ساتل کېدل چې د پولیسو په ډزو ویشتل شوي دي.
د مایکل د جسد تر لاسه کولو لپاره پولیسو دواړه زمریان ویشتلي دي.