روهي(څلورنۍ/۱۵ د کب)،د امریکا د کانګرس مسلمانه غړې الهان عمر، یو وار بیا د یهودي ډلو غصه راپارولې ده او د دې د لرې کېدلو غوښتنه یې کړې ده.
په یوې نوې غوښتنه کې ځینې یهودي ډلو د کانګرس له مشرې نانسي پلوسي غوښتنه کړې چې د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه الهان عمر وباسي.
ولسمشر ټرمپ هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي “الهان عمر یو وارې بیا د خپلو ډاروونکو خبرو له کبله، چې اسرائیل یې اندېښمن کړي، تر فشارلاندې ده. یهودي ډلو د امریکا د کانگرس د استازو د مجلس مشرې نانسي پلوسي ته لیک استولی او له هغې څخه یې غوښتي چې الهان دې د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه وباسي. د اسرئیلو لپاره توره ورځ؛
سمشر ټرمپ تر دې مخکې د اسرائیل ضد څرګندونو له کبله د استازو له مجلس نه د الهان عمر د لېرې کولو غوښتنه کړې وه. الهان عمر څو ورځې مخکې لیکلي وو چې د امریکا-اسرائیل د عامه چارو کمېټه امریکایي قانون جوړوونکو ته پېسې ورکوي چې د یهودو د دولت ننګه وکړي.
د امریکا-اسرائیل د عامه چارو کمېټې په مستقیم ډول په انتخاباتو کې د هېڅ یو کاندید مالي ننګه نه ده کړې. دغې کمېټې هم د الهان عمر “خبرې درواغ” او د “یهودو ضد” بللي دي.
مېرمن عمر وروسته د خپلو دغو څرګندونو له کبله بخښنه غوښتې وه. الهان عمر د دیموکرات ګوند غړې او د امریکا په کانګرس کې د مینوساتا ایالت استازې ده. هغه د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د مجلس لومړنۍ غړې ده چې حجاب کوي.
وروستي