هندوانو ته د سپکاوي په تور عمران خان خپل يو وزير له دندې ګوښه کړ

روهي (درې نۍ/۱۴ د کب)، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت د پنجاب ايالت وزير فیاض الحسن چوهان له دندې لېرې کړ. حکومت ويلي چې نوموړي هندوانو ته سپکاوی کړی دی.

د پاکستان حکومت په يوې رسمي خبرپاڼې کې ويلي شوي دي چې د حکومت په پالېسۍ کې د هېڅ د دين او مذهب سپکاوی د منلو نه دی او په همدې اساس فیاض الحسن چوهان له دندې ګوښه شوی دی.

فیاض الحسن چوهان پر پاکستان د هند له هوايي بريد وروسته ويلي وو، چې هندوان د غوږګانو متيازې څښې او ورته نورې د سپکاوي کلمې يې کارولې وې.

فیاض الحسن چوهان د خپلو خبرو په اړه بښنه وغوښته خو حکومت يې بښنه ونه منله. په ټولنيزو رسنيو کې د فیاض الحسن چوهان خبرو سخت غبرګونونه راپورته کړل.

پاکستان کې شااوخوا څلور مېلېونه هندوان ژوند کوي چې ځيني سياسي څېرې يې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند غړي هم دي.