پاکستان: په هغه وسله والو ډلو به ځمکه تنور کړو چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي

روهي (درې نۍ/۱۴ د کب)، د پاکستان حکومت وايي چې په خپله خاوره کې به ټولې هغه ډلې وځپي چې د ملګرو ملتونو په تور لېسټ شاملي.

حکومت ويلي دي چې د دغه ډلو مالي سرچينې به بند او همدا ډول به يې په مشرانو بندېزونه ولګيږي.

د پاکستان کورنيو چارو وزات ويلي دي چې په بيلتون غوښتونکو او نورو وسله والو ډلو به ځمکه راتنګه او په وړاندې به يې سخت اقدامات وکړي.

پاکستان دا اقدام وروسته له هغې کوي، چې هندوستان په هندي کمشير کې پاکستان ځکه ملامت بولي چې د وروستي خونړي بريد پړه په پاکستان کې جيش محمد ډلې په غاړه واخېسته او همدا ډول تېره ورځ د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د هلمند په ښوراب هوايي اډې د بريد تر شا د پاکستان لاس ياد کړ.