
روهي(درې نۍ/۱۴ د کب)،د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ځینو رسنیو ته ویلي چې له ایران سره تر وروستیو شخړو وروسته یې د ایران لپاره د دغه هېواد سفیر بېرته خپل هېواد ته غوښتی دی. تر دې وړاندې تهران د هالنډ د سفارت دوه تنه ډیپلوماتان له ایرانه ایستلي وو.
سټیف بلاک(هالنډ د بهرنیو چارو وزیر) د خپل هېواد پارلمان ته وویل چې تېره میاشت یې په هاګ کې د ایران سفیر ته ویلي و چې د ډیپلوماتانو ایستل ورته د منلو نه دي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو بد اغېز کوي.
د هالنډ حکومت تېر کال دوه ایراني وګړي په دې تور له خپلې خاورې ایستلي و چې ګواکي ایران په هالنډ کې د دوو ایراني الاصله هالنډیانو په وژنه کې لاس لري خو ایران دا تور رد کړی دی.