مننظور پشتین د سولې نړیوالې جایزې مستحق ګڼل شوی دی

روهي(درې نۍ/۱۴ د کب)،د بشري حقونو ادارې ، زیات پښتانه او د نړۍ نورې ډېرې ادارې وایي چې سږ کال د سولې نړیواله جایزه دې د ( منظور پشتین )په نوم شي.

دغه غوښتنه د پاکستان سربېره د افغانستان ، عربي هېوادونو، امریکا، اروپایي هېوادونو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېشتو پښتنو او د بشري حقونو فعالانو کړې ده او زیاتوي چې د راتلونکې سولې نوبل جایزه دې منظور پشتین ته ورکول شي.

منظور پشتین د ۲۰۱۴ م کال څخه په پاکستان کې د ټولو هغو وګړو لپاره مبارزه کوي چې د پاکستان د حکومت له خوا ورباندې ظلم کېږي او تر دې دمه دوي کومه غوښتنه هم نه ده منل شوې.