
پرون مې په يوټيوب کې څه لټول، ناڅاپي د اسما اخلاص په نامه د يوې پښتنې شاعرې مرکه مخې ته راغله، ومې کتله خبريال ترې پوښتنه کوي چې ميينه وې ځکه دې شعر ليکل پيل کړي دي؟ څو نورې مرکې مې يې وکتلې هر چا همدا پوښتنه ترې کړې وه. دا پوښتنه ځکه په ذهن کې را پيدا کېږي، چې همدا ذهنيت عام دی، که شعر ليکې ضرور به مين وې. خو د دې ذهنيت تر شا ځينې پټ اسرار دي، چې بايد روښانه شي او دا مهمه نه ده؛ چې زما په دې محدودو خبرو به ذهنيت بدل شي. يو اسعتداد او يوه وړتيا په هېڅ شي پورې نه وي تړلې که چېرې يې راوسپړې او کار پرې وکړې هغه وړتيا غوړېږي او څرګندېږي. شعر ليکل هم يو فن دی يوه وړتيا ده د دې تر شا ډېری وخت خواري او ذوق پروت وي، چې يو څوک د ذوق له مخې شاعري کوي. خو دا خبره زه ردوم، چې ميين خلک شعر ليکي، ځکه شعر يوازې د مينې اړخ نه لري، شعري نړۍ داسې ده چې هلته د هر څه د ګنجايش لپاره ځای شته، دا دايره يوازې پر عشق نه راڅراخي نو ځکه ويلی شو، په دې دايره مزل يوازې عشقي يا مينيز اړخ نه لري.
خو شعر ليکلو ته يو اړخ ورکول، اوس يو عام ذهنيت شوی دی او دا ذهنيت تر ډېره ناسم دی. کله کله داسې کېږي، چې د مينې له درد يا خوشالۍ څخه داسې الفاظ درنه وليکل شي چې هغه درد پکې بيان کړې نو دا په دې مانا نه شوه، چې ميين يې نو شعر ليکې. شعر ليکل وړتيا ده، دا وړتيا چې وروزې له کوم مينې پرته دا کار کولی شې د شعر د ليکلو لپاره اړينه نه ده، چې پر چا ميين وې.
د دې ذهنيت درلودنکي کسان هم ځکه نه شو ملامتولی، چې زموږ په موجوده فرهنګ کې شعر د مينې په مانا کارول کېږي، چې د دې لامل ناپوهاوی دی او د شعر مانا همدا ډول شوې ده.
اوس نو که دا خبره منو چې شعر فن دی، نو کله چې فن وپالل شي او له هغه سره د انسان احساسات يو ځای شي بيا د انسان ذهن کله داسې څه توليد کړي، چې مخکې چا نه وي ويلي او په ژوند کې ځينې نااورېدلې خبرې پر انسان ښې لګېږي. ځکه ذوق پال شعر خوښوي او اورېدلو ته يې لېواله وي.
د شعر او مينې تر منځ چې پر کوم لېنک زموږ د خلکو باور دی، دا ځکه داسې شوي چې دلته چا د مينې له درد پرته د شعر ويلو هڅه نه ده کړې، ځکه نو د دې ذهنيت دود کېدو ته يې لاره هواره کړې ده. که داسې نه وی شوی، نو نن سبا به شعر له يو بل څه سره مستقيم لېنک درلودلی. او هغه کسان چې اوس هم پر دې باور دي، چې شعر له مينې او ميينتوب څخه رازېږي، نو ډېرو شاعرانو په ماشومتوب کې زبردسته شاعرې کړي ده، چې په هغه دور کې انسان په دې کارونو نه پوهېږي نو ولې شعر ليکي؟ او دا هم د يادونې وړ ده، چې موږ د شعر ډېر خوښوونکي ماشومان لرو، چې د نورو شاعرانو د شعرونو دغه کيسې لکه جانان او داسې نورې په ذوق لولي، يعنې دلته د ميينوت له لېنک څخه قوي د ذوق اړخ دی. مانا دا جوته شوه، چې شعر يوازې له ميينتوب څخه نه رازېږي. شعر فن دی، څوک يې يو ډول پالي او څوک بل ډول.