په ایران کې ۲۸۲ تنه د اداري فساد په تور ونیول شول

روهي(درې نۍ/۱۴ د کب)،د تهران لوی څارنوال عباس جعفري دولت آبادي خبریالانو ته د اداري فساد په اړه د روانو تحقیقاتو اړوند معلومات ورکړل.

هغه وویل چې د اداري فساد او مالي جرایمو په خاطر جوړ شوې ځانګړي محکمې لخوا د روانو تحقیقاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۲۸۲ تنه نیول شوي دي.

هغه ویلي دي چې د نیول شوو کسانو نه ۲۹ تنو د بهرنیو اسعارو په بازارونو کې او پاتې نور یې په بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
هغه وویل چې شلو تنو چې د موټرو د وارداتو په برخه کې درغلۍ کړي دي په نږدې راتلوونکې کې به زندان ته واستول شي. همداشان ۸۶۰ تنه د نوموړو تحقیقاتو په خاطر ممنوع الخروج شوي دي.
هغه وویل چې په ګمرکاتو کې د روانو تحقیقاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۴ تنه نیول شوي دي.