
روهي(درې نۍ/۱۴ د کب)،د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له هند او ترکیې څخه بېرته د سوداګرۍ ځانګړی دریځ بېرته واخلي.
د دغه ځانګړي دریځ له وجې هند کولای شول چې امریکا ته د کال د ۵،۶ میلیارده ډالرو په ارزښت مالونه بغیر د کوم محصول ورکولو ولېږي.
خو ټرمپ وايي، ډیلي واشنګټن ته دا ډاډ ورنه کړ چې امریکايي مالونو ته به هم ورته لار پرانیزي او دا مالونه به د هند مارکیټ ته مناسب لاسرسی ومومي.
هند ویلي د امریکا دا ګام به 'لږ اقتصادي اغېز' وکړي.
امریکا همداراز ترکیې په اړه ورته دریځ بېرته اخیستو خبره کړې.
امریکا دې سوداګریو ته د 'نا انصافه تجارت' په سترګه ګوري.
ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې چې د متحده ایالتونو د سوداګرۍ تاوانبه کم کړي