
روهي(درې نۍ/۱۴ د کب)،د کلیفورنیا یو وګړی د داسې جرم په تور ۳۸ کاله بند تېر کړ چې جرم یې نه و کړی، کله چې هغه بې ګناه ثابت شو اوس ۲۱ میلیون ډالر ناغه ور کول شوه.
دغه بندي کرګ کولي نومېږي چې په د باندې په ۱۹۷۸ م کال ګې د خپلې ښځې او زوی د وژلو تور پورې شوی و.
ویل کېږي دغه ۷۱ کلن سړي د کلیفورنیا په تاریخ کې تر ټولو اوږد بند تېر کړی.
نوموړی د دې بند بدل کې ۲۱ میلیون ډالر د کلیفورنیا سیمي ولي ښار کې له محکمې بهر تړون له مخې واخیستل.
کرګ کولي د ویتنام جګړې سرتېری دی، د خپلې ۲۴ کلنې مېرمنې رونا ویچټ او څلور کلن زوری ډونلډ د مرګ په تور بندي شوی و.
مېرمن ویچټ زندنۍ شوې وه او مړی یې اپارتمان کې وموندل شو، له زوی سره یې هم دا کار شوی و.
پولیس هغه مهال پر ښاغلي کولي شکمن شول چې یوه ګاونډي یې وویل، کور کې یې له شور وروسته دی او پیکپ ولیدل.