
روهي( درې نۍ/۱۴ د کب)،د فوځي شخړو وروسته هند او پاکستان د سېنما اداکاران هم سره په شخړه واغوښتل.
د هندي سېنما وتلې اداکارې پریانکا چوپړا د هندي هوايي ځواک له لورې پر کشمیر د بریدونو ملاتړ کړی او پر خپل ټویټر پاڼه يې هغوی ته د بریا دعا کړې ده
مقابل لورې ته د پاکستان هېواد یوې اداکارې ارمینا خان د پریانکا چوپړا دا کار دوه مخي بللې او په ځواب کې يې ورته لیکلي چې ته خو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونېسف د ښه نیت سفیره يې؛ نو ولې داسې کار کوې؟
ارمینا خان له ټولو غوښتنه کړې ده چې د هغې د ټويټ انځور واخلي او ټولو خلکو ته د هغې دوه مخې ورسوي چې په دې اړه هر وخت خپل منافقت ور یاد شي.
تر دې وړاندې یوه بله هندۍ اداکاره سونم کپور له هغه وروسته د سخت دریځو هندوانو له لوري تر نیوکو لاندې راغله چې د دواړو هېوادونو تر منځ يې د سولې غوښتنه وکړه او ویې وویل، د هند او پاکستان عام وګړي یو دي او یو ډول ژوند غواړي.
سر خط ورځپاڼه