چين به د هند او پاکستان ترمینځ کوم یو غوره کړي

روهي( درې نۍ/۱۴ د کب)،چین او هندوستان سره نژدې ګاونډیان دي او یو له بل سره ۳۵۰۰ کېلو متره ګډه پوله لري او په کال ۱۹۶۲ کې دغو دواړو هېوادونو یو بل سره جنګ هم کړی و، چې زیات زیان په کې هندوستان هېواد ته رسېدلی و.
 
د پاکستان او هند ترمنځ شخړه ټولو ته ښکاره ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ درې وارې جنګ شوې دی.

پر دې سربېره د کشمیر پرسر د هند او پاکستان ترمنځ لانجه له کلونو راهیسې په خپل ځای پاته ده.

د چین او پاکستان ترمنځ کلکه ملګرتیا ده، خو د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې دې هېواد ځان ګوښه ساتلی و او د پاکستان د پوځ مرسته یې نه وه کړې.

چین غواړي چې د پاکستان او هند وستان دواړو سره ښې اړیکې ولري او ددې هېواد لپاره سخته ده چې د یو هېواد پلوي وکړي.
چین له پاکستان سره ډیپلوماټیکې، پوځي او نورې نژدې اړیکې دي، له بلې خوا د امریکا او چین ترمنځ سوداګریزې شخړې خطر هم شته چې چین په دې برخه کې له پاکستان سره سوداګریز ملګرتیا پالي.
له بلې خوا چین د هند سره هم خپل ملګرتیا ساتي.