وړونکي څوک دي، طالبان که امریکا؟

وړونکي څوک دي، طالبان که امریکا
لیکوال: نصرت الله حقپال
 
افغانان هره ورځ د سولې د سهار په هیله له خوبه را پاڅي. دا سهار ډیر خوږ او لرې دی. تیرو څلویښت کلو جګړې او ناخوالو افغان ولس دومره ځپلی او خوار کړی، چې کله د خپل غنیم له خولې هم د سولې خبره اوري، نو په بې صبرۍ سره ورمنډې وهي.
 
د ډونالد ټرمپ په مشری امریکایې دولت د روان لمریز کال د وږي په ۱۳مه نیټه زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د مخته وړلو مرکچي پلاوي مشر وټاکه او له هغې ورځې بیا تر نن پورې پنځه ځله دواړو لورو په مختلو ځاینو کې په خپلو کې سره اوږدې خبرې کړي چې وروستۍ هغه یې همدا اوس هم په قطر-دوحه کې روانې دي.
 
امریکا ولې د سولې خبرې پيل کړي
افغان جګړې ته د امریکا او غرب په مطبوعاتو او سیاسي غوڼدو کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده او حتی نه ختمیدونکې جګړې نوم ورکوي. لومړۍ نړیوالې جګړې پنځه کاله او دویمې جګړې شپږ کاله دوام وکړ، خو په افغانستان کې د امریکا جګړې ۱۸ کاله پوره شول او دا دی اوس اوس خپل ۱۹ کال ته په ننوتو ده. دغې جګړې خپل محبوبت او ملاتړ په امریکایي او اروپایي ولسونو کې له لاسه ورکړی او کابو ټول په یوه خوله د دې جګړې د بندولو غوښتونکي دي.
 
امریکايي ولس ته دا بنیادي پوښتنه ده چې ولې او څنګه دغه جګړه نه ختمیږي، حال دا چې مقابل لوری د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې د مقابل لوري په پرتله ډیر کمزوری او اصلاً د مقایسې وړ نه دي. داسې شک او ګمانونو شته چې امریکایي دولت او پالیسي جوړونکي قصداً د دې جګړې اوږده ول غواړي.
 
ټرمپ د امریکا د ۲۰۲۰ز کال د ولسمشری ټاکنو د ګټولو په موخه، غواړي د امریکا د ولس دغه غوښتنې ته په مثبت ځواب ویلو سره، ځان د دې جګړې د ختمولو اتل ثابت کړي. نو په همدې خاطر یې د سولې مذکرات او له طالبانو سره یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسیدو هلې ځلې په ډیره چټکۍ سره پيل کړې.
 
طالبان څه فکر کوي
د ټولو کورنیو او بهرنیو ملاحظاتو په نظر که د نه نیولو سره، طالبانو وکولای شول چې په تیرو ۱۸ کلونو کې ډیر سخت او نه ماتې دونکی مقاومت د امریکا او ناټو د یرغل په وړاندې وښېي. د امریکا-ناټو او د دوی په ملاتړ د افغان حکومت په وړاندې، په روانه جګړه کې نه یوازې طالبان کمزوري او بې روحې نه شول، بلکې ورځ تر بلې یې روحیه پیاوړې او د اغیز ځمکه یې ډیریده.
 
دې کې هیڅ شکه نه شته چې په افغانستان کې د امریکا د روانې جګړې اصلي او تر ټولو ستر قرباني عام افغانان دي. په افغانستان او سیمه کې د امریکایي سیاست په لږ بدلون سره چې په ترڅ کې امریکا سولې ته د رسیدو خبرې اترې پیل کړې، طالبانو دغه وضعیت خپل امارت ته د یو ستر بري په توګه ګڼي او ځانونه د دې جګړې فاتحین بولي.
 
طالبان فکر کوي او په خپلو منځو کې یو بل ته مبارکي ورکوي چې د "فتح مبین" په څو مترۍ کې قرار لرو. طالبان هیڅ کله دا وخت نه لري چې ژور فکر وکړي چې ایا موږ د امریکا په دام کې را ګیر شوي یو کنه؟ لکه څنګه چې ښاغلي حکمتیار او مخلصینو یې داسې کاوه.
 
د مذاکراتو اصلي موضوع څه ده
د مذاکراتو اصلي موضوع څلور ټکي دي: ۱- له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو څرنګوالی، ۲ – د امریکا او ناټو په ضد د نړیوالو ترهګرو ډلو له خوا د افغان خاورې نه کارونه، ۳ – اوربند، ۴ - له افغان حکومت سره خبرې.
 
طالبان لومړۍ دوو سره موافق دي، خو له دوه وروستیو سره تر دې دمه بحث ته حاضر شوي نه دي. خو امریکایي لوري ته څلور یاد مسایل مهم او مساوي ارزښت لري. فکر نه کوم چې طالبان دې په خپل دریځ ټینګ پاتې شي، په یو ډول نه یو ډول سره به، بلاخره څلورو پورته مواردو باندې د بحث او خبرو اترو توافق کوي. تر اوسه طالبان په روانو خبرو کې ډیر صادق او له ارادې ډک ښکاري، خو بل لوری (امریکا) له ډیرو شکونو او مکرونو سره مخته روان دی، دا ځکه چې امریکا د دا ډول مکر او توطیو اوږد تاریخ لري.
 
دا ډیره لرې او ویلی شم ناشونې ده چې، امریکا دې له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي. د زلمي خلیلزاد په شمول ټول امریکایي چارواکي ضد او نقیض خبرې کوي چې په ژور تحلیل سره، دا پیام ترې اخیستل کيږي چې په یو-نوم نه یو-نوم سره خپل یو شمیر پوځیان او استخباراتي کسان په افغانستان کې ساتي. که نور هیڅ نه وي، د سفارت د ساتونکو، له ټروریستي ډلو سره د مبارزې ډله، د افغان ځواکونو د روزنې او یا کوم بل عنوان لاندې، بلاخره خپل نظامي-استخباراتي حضور ته ادامه ورکوي.
 
وړونکي څوک دي؟
ظاهراً داسې معلومیږي چې ګویا طالبان د جګړې او مذاکراتو وړونکي دي او دوی د امریکا په نسبت لوړ دریځ کې دي. خپله طالب چارواکي همداسې فکر او احساس کوي. د دوی له څرګندونو او له رسنیو سره له مرکو په اسانه دغه برداشت کیږي. خو زه داسې فکر نه کوم، قضیه د دې برعکس ده. په مکر او سیاست پخو امریکایي مرکچیانو په قصدي ډول وضعیت داسې مهنډیسي کړی چې وښیي امریکا بایلونکې او طالبان وړونکي دي.
 
خو حقیقت داسې نه ده، طالبان د دې خبرو اترو اصلي بایلونکي دي. طالبان به د دې مذاکرتو په ترڅ کې، داسې یوه پخه لغته وخوري چې په ټول عمر به بیا د مبارزې ډګر ته د راتګ توان و نه لري. امریکا په مذاکراتو کې د خپل سیال د ماتولو او تړلو اوږده تجربه او مهارت لري، دوی حالات ډیر ښه مدیریت کوي چې طبیعي پایله یې د دوی په ګټه وي. د نمونې په توګه له ایران سره د اټومې هوکړې مسئلې ته ایشاره کولی شو. روانې خبرې اترې د طالبانو د بشپړې نابودۍ خبرې دي، طالبان امریکا ته په مفته هغه څه ورکوي چې په ۱۸ کلنه جګړه کې د ۲۵۰۰ سرتیرو په وژل کیدو سره لاسته را نه وړل. طالبان فکر کوي چې دوی به اسلامي امارت له امریکا سره د یوې سیاسي هوکړې په کولو سره رامنځ ته کړي او به دې توګه به امریکایي اشغال ته د پای ټکی کیږدي؟
 
سوله به راشي
که څه هم زما دا خبره د ټولو عامو خلکو او د نظر خاوندانو خلاف ده—چې د دې مذاکراتو په پای کې دې هغه سوله راشي چې مونږ افغانان یې غواړو او تعریف ترې لرو. زه د مطلق اکثریت د دې نظر او وړاندوینې خلاف وایم چې که طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک هم شي، په افغانستان کې هغه سوله نه راځي چې افغان ملت یې غواړي. دلیل یې دا دی چې خپله امریکایي او افغان مشران وایې چې دلته ۲۲ نورې ترهګرې ډلې فعالې دي. بر سیره پر دې، په افغانستان او سیمه کې د امریکا سیاست او تګلاره د جګړې او بې نظمیو سیاست دی، نو څنګه به بشپړه سوله راشي.
 
شاید د جګړې جغرافیه، نوم او لوبغاړي او کچه یو څه تغییر وکړي، خو هغه مطلوبه سوله چې شپه او ورځ یې ووړ او زوړپه تمه ده، هیڅ کله هم د داسې هوکړې په ترڅ کې را نه شي.