
روهي (دوه نۍ/۱۳ د کب)، د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف نن ورځ په يو رسمي سفر د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی. نوموړي د قطر له بهرنيو چارو وزير او يو شمېر نورو چارواکو سره لېدلي دي.
د قطر بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمان آلثاني او سرګي لاوروف په خپله لېدنه کې د نړۍ په يو شمېر مسايلو او په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې په روان بهير خبرې کړې دي.
دواړه خواوو د افغانستان د سولې په خبرو کې د همکارۍ ويلي دي او همدا ډول محمد بن عبدالرحمان آلثاني زياته کړې چې د افغانستان د روان کړکېچ يوازېنی حل خبرې - اتري دي.
سرګي لاوروف په داسې وخت کې قطر ته سفر کړی، چې د افغان - روغې جوړې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره په خبرو بوخت دی.