د ایران د چهارمحل بخیاري په ولایت کې یوې امبولانس چورلکې سقوط وکړ.

 
د ایران د بیړنیو حالاتو د ادارې ویاند مجتبې خالد خبري رسنیو ته وویل: چې یوه امبولانس چورلکه چې روغتون ته د یوې امید وارې میرمنې د رسولو په خاطر الوتنه کړې وه د چهارمحل بخیاري د ولایت اړوند د کرد ښار په مربوطاتو کې راولویده.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې ۵ تنه ژوند د لاسه ورکړی دی. په وژل شوو کسانو کې ۳ تنه د چورلکې پرسونل او دوه تنه هم روغتیايي پرسونل دي.