
روهي(دوه نۍ/۱۳ د کب)،د پاکستان د لویې څارنوالۍ د دغه هېواد په کورنیو چارو وزارت ځکه نیوکه وکړه چې دغه وزارت ونه توانېد چې په بهرنیو هېوادونو کې د پاکستانیو بندیانو څخه دفاع وکړي.
تېره ورځ هم یو پاکستانی بندي په هندوستان هېواد کې د وژل کېدو ورسته پاکستان هېواد ته وسپارل شو.
د دغه هېواد لویې څارنوالۍ ویاند رسنیو ته وویل : چې اوس هم په لندن کې ۴۲۳ پاکستاني بندیان دي او په تایلنډ کې هم پاکستاني بندیان شتون لري چې د دې ټولو باید څېړنه وشي.