
روهي( دوه نۍ/۱۳ د کب)وروسته له هغې چې پاکستان په خپل هوایي حریم د قطر هېواد الوتنې بندې کړې ، قطر هم خپلې الوتنې پاکستان ته بندې کړې.
ځینو سرچینو د قطر بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې، د مساپرو او الوتکو د خوندیتوب په خاطر ټول تدابیر نیول شوي دي او مسئله د نږدې څخه څاري.
د هندوستان او پاکستان ترمنځه په اړیکو کې وروستۍ ستونزه د فبروري په ۱۴ مه نیټه په جمو کشمیر کې د هندي ځواکونو په کتار د ځانمرګي برید وروسته چې په دغه ځانمرګي برید کې ۴۴ هندي سرتیرو په کې ژوند د لاسه ورکړ رامنځته شوه.