روهي(دوه نۍ/۱۳ د کب)،وروسته له هغې چې ټرمپ د روسیې سره د اړیکو درلودو اړوند د تحقیقات پر وړاندې خنډونه جوړ کړلد امریکا د ولسي جرګې د عدلیې چارو کې کمیټه د ولسمشر ټرمپ په اړه تحقیقات کوي.
د امریکا متحده ایالتونو د ولسي جرګې د عدلي چارو د کمیټې رئیس ډیموکراټ ګوند غړي جیرولډ نادلر وویل :هغه وویل چې د هر څه نه مخکې غواړو چې دا معلومه کړو چې آیا ولسمشر ټرمپ د نوموړو تحقیقاتو پر وړاندې کوم خنډ جوړ کړی او که نه؟ ایا هغه عدلي چارو مخنیوی کړی او که نه؟
جیرولډ نادلر : ددې پوښتنې په ځواب چې ستاسې په اند ایا ولسمشر ټرمپ د روسیې سره د اړیکو درلودو اړوند د روانو تحقیقاتو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او عدالت مخنیوی کړی دی ؟ داسې وویل، هو زما په اند ولسمشر ټرمپ د روانو تحقیقاتو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې که چیرې په ولسمشر ټرمپ دا ادعا په اثبات ورسیږي له دندې به ګوښه کړی شي او که نه؟ وویل ، هغې نقطې ته لا ډیر لرې یو.
وروستي