هندوستان کې څلور افغانان د هرویین د قاچاقولو په تور ونیول شول

 

روهي(دوه نۍ/۱۳ د کب)،هندي رسنیو له قوله د ډهلي په نړیوال هوايي میدان کې هندي پولیسو ۴ افغانان د هرویینو سره نیولي دي، دغو کسانو دغه ۹۲۰ ګرامه هرویین په ۱۲۲ کپسولونو کې ځای په ځای کړي وو.

د هندي رسنیو له قوله د دغو هریینو قیمت ۳۰ میلیونه هندي کلدارې کېږي.

دغه څلور کسان عبدالحق نورزی، محمد نعیم نورزی، اسماعیل نورزی او نسیم نورزینومېږي چې د فراه ولایت اصلي اوسېدونکي دي.