اسراییل او روسیه د سوریې څخه د بهرنیو عسکرو لار لټوي

 

روهي (دوه نۍ/۱۳ د کب)،د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون وویل: دا او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به هڅه وکړي چې د سوریې څخه بهرني عسکرو د وتلو لپاره یو ګډه تګلاره جوړه کړي.

نتانیاهو په دې هڅه کې دی چې د روسیې ولسمشر قانع کړي څو ایران ته په سوریه کې د پوځي حضور اجازه ورنه‌کړل شي.

اسرائیلو په تېرو څو کلونو کې په سوریه کې په هغو سلګونو اهدافو هوايي بریدونه کړي چې وايي، د ایران پوځي ملېشې او د حزب‌الله په شمول د ایران د متحدو ډلو پوځیان په‌کې وو.