پاکستانی سرتېری

 یو پاکستانی سرتېري چې نوی په پوځ کې شامل شوی و د خپل افسر څخه یې د څلورو ورځو رخصتۍ لپاره غوښتنه وکړه.
افسر: ایا تاسې لیونۍ شوې یاست؟ همدا اوس خو تاسې پوځ ته راغلي یاست او د څلورو ورځو رخصتي غواړې؟ تاسې باید یو ښه فوق العاده کار وکړي بیا به ګورو.
سرتېری وروسته له یوې ورځې له یوه هندي ټانک سره راغی او د دوی افسر حیران شو
د هغې دغه کار پر دې افسر ډېر اثر وکړ او ور څخه یې وپوښتلې: تاسې څنګه داسې وکړ.
سرتېري وویلې: زه په یوه ټانک کې د هندوستان سرحدي سیمې ته لاړم او کله چې مې د هندوان ټانک ولید نو خپل سپین بېرغ مې پورته کړ، هندي سرتېري هم خپل بېرغ پورته کړ، زه ور نژدې شوم او ورته مې وویلې: ایا غواړې چې د څلورو ورځو په رخصتۍ کور ته لاړ شي هغې ومنله او مونږ خپل ټانکونه سره بدل کړ.