
روهي (یونۍ۱۲/ د کب)،د پښتون خوا په شمالي وزیرستان شیوا رغزی نومې کلي کې د ډېرو بارانونو له کبله په یو کور د کوټې چت غورځېدلی دی.
په دغې پېښه کې ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اغوښتې ده، ځایي خلک وايي چې په اول کې دا درې کسان ژوبل شوي وو چې ورسته یې ساه ورکړه.
د پښتون خوا په ځینو برخو کې د ۸ ورځو څخه بارانونه اوري چې د ګلګت نومې ځای کې یې هم ۳ کسان وژلي او ۸ نور په کې ژوبل شوي دي.