
روهي (یونۍ۱۲/ د کب)،د نړۍ پرمخ ځینې داسې هېوادونه شته چې خلک ګومان کوي چې د دغو هېوادونو خلک له نورو خلکو زیات عمر لري دغه هېوادونه جاپان، هسپانیا، سنګاپور، سویس او جنوبي کوریا هېوادونه دي.
جاپان هېواد د دغو ټولو هېوادونه په سر کې ځای لري، چې خلک یې په اوسط ډول ۸۳ کاله عمر لري، لامل یې د خلکو خوشحالي په ډاګه شوې ده.
دوهم ځای کې هسپانیه نیولی دی چې خلک یې ۸۲ کاله عمرونه لري ، چې لامل یې د مدیترانې خورما، د زیتونو غوړي، تازه سابه او واین د هسپانیایانو د عمر له اوږدوالي سره مرسته کړې ده.
سېنګاپور هېواد په درېمه درجه کې ځای لري چې ښاري کلتور او چاپېریال هم د سینګاپوریانو د عمر له زیاتوالي سره مرسته کړې ده. د دغه هیواد ښاریان د سپورت لپاره په منظم ډول جم یا عمومي پارکونو ته ځي.
په همدې ترتیب په سویس کې د خلکو د عمر اوسط ۸۱ کاله دی. سویس چې د اروپا یو تر ټولو شتمن هیواد دی، اوچت روغتیايي امکانات او د صحي چارو تکړه کارکوونکي لري.
جنوبي کوریا هم په دغه لېست کې ځای خپل کړی دی چې کلتور او مذهب یې هم، یو بل سره خلک همکارۍ ته تشویقوي د کوریایانو د عمر له اوږدوالي سره مرستندوی بلل کېږي.