
د افغانستان سیاسي چاپیریال دبهرنیو هیوادونو د سیاسی حسابونو د تصفیې ډګر ګرځیدلی . څوک د نظامي تجاوز او اشغال په صورت کې د خپلو سیاسی او اقتصادي مصلحتونود حاصلولو لپاره په افغانستان کې حضور لری ، څوک په افغانانو کې د خپلو سیاسی ډلو په درلودلو خپل حضور تثبیتوی ، اوغواړي له خپلو زړو رقیبانو سره چې په افغانستان کې د دوی د ماتې لامل شوی ؤ ، خپل زاړه حسابونه تصفیه کړي ، او څوک هم د اشغالګرو دزمینه سازۍ په پایله کې خپل فرهنګی او فکري یرغل تر سره کوی ، او په خپل ګاونډ کې یو غښتلی او پیاوړی افغانستان نشي زغملی . پداسې یوه حالت کې به آیا د افغانستان بې وسه اوکړیدلی ملت په حقه وي چې د سولې په عالي شوری پورې خپلې هیلې وتړي ؟
په دې کې شک نشته چې د افغانستان په سرلوړي تاریخ کې جرګه اوشوری ځانګړی حیثیت او مقام لري ، او افغانانو خپلې سیاسی کشالې چې د تاریخ په اوږدو کې ورسره مخ شوي دي د جرګې له لارې اوارې کړې دي ، د افغانستان په تاریخ کې د جرګو پریکړو ته احترام شوی دی ، او دجرګې له پریکړې سرغړونه د افغانانوپه دود کې سپکاوئ ګڼل کیږي . نو لدې ځایه کیدلای شي د افغانستان بې وزله ملت دسولې عالی شوری ته هیله من وي .
خو د اشغالګرو قوتونو په تاریخ کې دا راز هڅې په څرګنده توګه لیدلی شو، چې دوی په هغو هیوادونو کې چې د دوی د استعمار په کړۍ کې راغلي دي دا ډول دودونه هم دخپلو ګټولپاره ګمارلی دي . او که دګمارلو امکان یې نوي نو بیا یي مخنیوی کوي ، کیدلای شي له همدې ځایه په افغانستان کې د سولې دپروسې اړوند د دولت او ځنې هیوادونو تر منځ تاو تریخوالی را منځ ته شوی وی ، هغه هیوادونه چې نه غواړي په افغانستان کې سیاسی ثبات او استقرار ټینګ وی ، او دخبرو له لارې ستونزې اوارې شې ، حال دا چې په سیاسی پالیسۍ کې یی شعار هم دا دي چې ستونزې باید د سولې له لارې اواري شي .
د افغانستان په سیاسی اخ اوډب کې دښکیل هیوادونو موقف د سولې د پروسې اړوند په لاندې ډول څیړلی شو .
لومړۍ هغه هیوادونه چې د امریکا سره ملګري او د ناتو دپیمان غړي هیوادونه دي ، چې په افغانستان کې نظامي حضور لری ، خو دا هیوادونه ټول په یوه واحد موقف سره متفق ندي ، که امریکا په افغانستان کې د سولې د پروسې مخالفت کوي ، خو دا نورځینې د امریکا سره ملګري هیوادونه د امریکا له خپل سرانه تصرفاتو نه نلیږی ، او ځان د افغانستان په کړکیچ کې بې ځایه ښکیل بولی ، د افغانستان له ګردابه د خلاصون لپاره په افغانستان کې د سولې ملاتړ خوښوی ، او علاقه من دي چې د خپل هیوادونو اقتصاد په پښو ودروي پرځاي د دې چې د امریکا د مصلحت لپاره په جګړو کې ښکیل وي ، سربیره پدې دا هیوادونه د روسیې او چین هیبت او اقتصادي توانایی هم په سیمه کې نشي له پامه غورځولی ، نو زیار باسی چې اړیکې یې په سیمه کې د نوی قوت سره چې د تشکل په حالت کې دي د امریکا د مصلحت په اساس شلیدلې نوی .
دوهم هغه هیوادونه دي چې په افغانستان کې سیاسی ډلې لري ، او لدې لارې د افغانستان په هر سیاسی بدلون او تغیر کې حاضر دي ، دا هیوادونه چې د ایران ، هند ، روسیه په مثلث باندې شهرت لری د لویدیځ سره د دښمنۍ اوږده سابقه لري ، دا هیوادونه د روسیې په مشرۍ نه غواړی چې د افغانستان کشاله د سولې له لارې حل شي او د افغانستان په ګرداب کې ښکیل شوی لودیځ له افغانستان څخه ووځي ، او زیار باسي چې څومره ممکنه وی امریکا ته زیان واړوی ، نو ځکه د افغانستان د کړکیچ د پای طرفدار ندي . له بل لوری هغه ډلې چې دافغانستان په سیاسی چاپیریال کې د دغه هیوادونو د حمایت نه برخمنې دي نه غواړی چې د افغانستان دولت د مخالفینو سره د سولې له لارې جوړجاړی ته ورسیږی ، ځکه چې د مخالفینو په راتګ سره د دوی ساحه تنګیږی ، اود افغانستان په سیاسی بهیر کې د دوی دفعالیت کړۍ تنګیږی ، د مخالفینو په راتګ کې خپل سیاسی وجود په خطر کې ویني .
دریم هغه ګاونډي هیوادونه دي چې په خپل ګاونډ کې یو با ثباته غښتلی او پیاوړی افغانستان نشي زغملی ، دا هیوادونه هم په افغانستان کې د سولې طرفدارندي . له یوه لوری د لودیځ د زمینه سازۍ په پایله کې ایران په ټول قوت سره خپل کرغیړن فرهنګ د افغانستان په سپیڅلې ټولنه کې غزوی ، د لودیځ د اشغال او نطامي حضور په وجود کې له هر راز حرکت نه برخمن دی ، د رسنیو نه نیولی ترهغه وسایلو پوری چې د یوې ټولنې په جوړولو کې ژور اثر لري ، که د روسانو سره یې د افغانستان پرضد پټې ټوطئه او دسیسې درلودي او روسان یی قانع کړی و چې د افغانستان معدنیات او پټرول ونه باسي ، نو د امریکایانو سره یې د افغانستان د فرهنګ او فکر د بدلون په سره پټې دسیسې جوړې کړې دي .
له بل لوری پاکستان ته د افغانستان سیاسی سرنوشت یو تجارت ګرځیدلی دي ، په هر سیاسی تحول کې د افغانستان د سیاسی سرنوشت په سر د لویدیځ سره معامله کوی ، کله په سیمه کې د خپل سیاسی رقیب هند په مقابله کې د لویدیځ د سیاسی حمایت تر لاسه کولو هڅه کوي او کله هم د مادي او اقتصادي ګټې د تر لاسه کولولپاره د افغانستان د سرنوشت په سر د لودیځ سره معامله کوي ، نو پاکستان هم په خپل وارنه غواړی چې دا تجارت یی د افغانستان د سیاسی ثبات او استقرار په پایله کې متضرر شې ، او په څنګ کې یې یو پیاوړی او غښتلی افغانستان وجود ولري نوځکه د سولې د پروسې ملاتړ نه کوي .
که په افغانستان کې د اکثرو موثرو ښکیل هیوادونو موقف دا وي چې د افغانستان سیاسی کشاله باید د سولې له
لارې پای ته ونه رسیږی ، نو څرنګه به د سولې عالي شوری یا جرګه وتوانیږي چې د مخالفینو سره جوړ جاړې وکړي او افغانستان ته لدې حالت نه نجات ورکړی ، پداسې حال کې چې د اشغالګرو هیوادونو حمایت ورسره نه وی اومشرۍ ئې هم دې داسې شخصیتونو په غاړه وی چې نه د جرګې اصل ته احترام لری او نه د دولت د مخالفینو د راتګ علاقمن دی اوسربیره په دې د افغانستان په سیاسی کړکیچ کې یو اساسی طرف بلل کیږي . اوس که دولت د کومې انګیزې په اساس ریښتنی وی چې د افغانستان کشاله باید حل شې ، آیا وبه کولاي شې چې د موجودو ګواښونو په وجود کې مخالفینوته دا قناعت ورکړی شي اوپدې ئې رضا کړي چې دا پروسه ورسره په وړاندې ولاړه شې او کومې مثبتې پایلې ته ورسیږی ؟
دا یو حقیقت دی چې د افغانستان سیاسی ستونزه جرګې ته سخته اړتیا لری ، په ځانګړی توګه د پښتنو سیمه چې د لودیځ او ایران د ګډ پلان په لمبو کې سوځي لدې حالت نه د وتلو لپاره جرګې ته کلکه اړتیا شته . خواکثرا دا راز جرګې او غونډې د خلکو د غولولو لپاره دایریږی نه دا چې هغه کشالې ورباندې حل شې چې د لویدیځ استعمار په اسلامي هیوادونو کې پیدا کړي . که چیرې پښتانه وکولای شي چې د دې جرګې نه پخپله ګټه استفاده وکړي ، نه دا چې د دوی پر ضد ترې اشغالګرهیوادونه ګټه واخلي ، دا به د خوښۍ او نیکبختۍ ځای وي ، اوهغه پلان شنډ شي چې یرغلګرو د دوی پر ضد په کار اچولی اودوی د تمدن او پرمختګ له بهیر نه وروسته پاتي کوی .پکار ده چې افغانان او په ځانګړی توګه پښتانه را ویښ شي او هغه سیاسی فشارونو ته لاره ومومي چې په افغانستان کې ملي په خولاینه ممکنه کړي .
په پای کې دیر کتونکي پدې نظر دي چې دسولې دعالی شوری اړوند ډیر هیله من کیدل به بې ځایه وي .