
روهي (نۍ/۱۱ د کب)، د هندوستان بهرنيو چارو وزيرې سوشما سوراج نن د اسلامي هېوادونو دهمکاريو په سازمان ګډون او وينا وکړه.
نوموړې له نړۍ وغوښتل چې په هغه هېوادونو دې فشار راوړي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او پټنځايونه يې ورکړي دي.
نوموړي په څرګنده د کوم هېواد نوم وانه خېست، خو پاکستان ته په اشاره يې وويل چې ځينې هېوادونه په څرګنده ترهګر روزي، مالي ملاتړ يې کوي او په خپلو خاورو کې خوندي ځايونه ورکړي دي.
نوموړي د خپلو خبرو په يوه برخه کې ويلي، "د ترهګرۍ خلاف جګړه د کوم مذهب پر ضد جګړه نه ده."
سوشما سوراج له دې وړاندې په خپلو يو شمېر مرکو کې ويلي وو چې پاکستان ترهګر تولېدوي او له دې لارې په سيمه کې خپلې ناوړه موخې تر لاسه کوي.