
روهي (نۍ/۱۱ د کب)، د سعودي عربستان حکومت د خپل وګړي او د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن څخه تابيعت واخېست.
سعودي دغه پرېکړه تېره ورځ کړې او ويلي دي چې حمزه بن لادن نور د دغه هېواد وګړی نه شمېرل کيږي. په ورته وخت کې ملګرو ملتونو هم د حمزه بن لادن نوم د ترهګرو په نوملړ کې ور زيات کړ.
سعودي عربستان او ملګرو ملتونو دغه اقدامات وروسته له هغې کړې دي، چې امريکا متحدو ايالتو حکومت د حمزه بن لادن په سر يو مېلېون ډالر انعام کېښود.
د حمزه بن لادن د اوسېدو د ځای په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي خو ويل کيږي چې نوموړی له دې وړاندې په پاکستان، افغانستان او سوریه کې ژوند کړی دی.