د لاجوردو ترانزیتي دهلیز، اقتصادي، جیوستراتېژیک او جیوپولیتیک اهمییت (پنځمه او د پای برخه)

د پام  او احتیاط وړ خبرې
د سترو بیخبنایي پروژو – ترانزیتي دهلیزونوته نن سبا د سیمه ایزې همغږۍ او اقتصاد د خوځوونکي قوت په نظر کتل کېږي. زیات ملکونه د نړیوالې ټولنې او پانګوالو په مرسته په ورته دهلیزونو کې پانګونه کوي تر څو داسې سترې اقتصادي ګټې چې په ټول ملي اقتصاد او ټولنه کې خورې شي، تر لاسه کړي. خو که ترانزیتي دهلیزونه له هیلو سره سم اړینې اقتصادي ګټې رامنځته نه کړي، نو هغوی هسې د سترو پانګو ضایع کوونکي سپین پیلان کېږي – د ترانسپورت هغه بېخبناوې چې زیات ترافیک نلري.
 
په دې هکله اوسنۍ نړیوالې تجربې موږ ته بریاوې او ناکامۍ دواړه راښيي. د مثال په توګه د ویتنام د پنځمې شمېرې ملي ستر سړک چې په ۱۹۹۰ کې رامنځته شو او پلازمینې هانوی او د های فونګ بندر یې سره وتړل یوه بریالۍ تجربه وه. دې پانګونې د کار وبار او تشبثاتو (بزنسونو) چاپیریال ته سمون ورکړ او په انساني سرمایې د پانګونې په مرسته یې د سرې دلتا په ګڼ مېشته سیمه کې ښېرازي رامنځته کړه. له ۱۹۱۵ تر ۲۰۰۰ کاله پورې په دې سیمه کې د بېوزلۍ کچه په حیرانوونکي ډول ۳۵ سلنه راکمه شوه، ملي اوسط رقم یې چې ۲۷ سلنه و، شاته پرښود ( JICA ). د دې په پرتله،  د څو ملتیزه ستر میکانګ د سیمې دهلیز د ترافیکو کچه بیا ټيټه پاته شوه ( ADB; Srivastava and Kumar 2012). بله خبره داده که کوم ترانزیتي دهلیز ستره پانګه را منځته کړي، نو ایا په ټول نفوس کې به په برابره توګه وویشل شي او ګټه به یې ورسېږي او که نه. که داسې ونه شي، دهلیزونه به د نابرارۍ پانګونه شي. یو بل تشویش دادی چې د دهلیز په مرسته نښلول شوي ستر تجارتي او اقتصادي مرکزونه به تر نښلوونکو، ترانزیتي سیمو او هېوادونو چې ترانزیتي لاره او دهلیز ورنه تېرېږي، زیاته ګټه وکړي. د دهلیز په اوږدو کې به هم د مختلفو مهارتونو لرونکي مختلفې ګټې تر لاسه کړي، د ترانزیتي دهلیز په غاړه کروندګرې کورنۍ به په تاوان کې وي که د هغوی د ځمکو د مالکیت حق خوندي نه وي.
 
د مثال په توګه په چین کې، د سرکونو د ملي شبکې جوړښت په عمومي توګه د خلکو عاید په اوسط ډول ۴ سلنه زیات کړ – خو د حقیقي مزدورۍ کچه یې په ښاري او کليوالي سیمو کې کمه کړه (Robert et al, 2012).   نو یوازې کله چې ترانزیتي دهلیزونه ښېرازي په پراخه کچه رامنځته او شریکه کړي، نه یوازې ګټونکي لري بلکه بایلونکي تر شا نه پرېږدي، نو هغه وخت عادلانه وده رامنځته کوي او د بېوزلۍ له کمولو سره مرسته کوي. یو د لوړ ارمان ورته وړاندیز شوی دهلیز له کابل افغانستان تر چیټیکانګ بنلګلدیش پورې دی. لوړسیمه ایز ارمان یې دادی چې د ورېښمو نوی اقتصادي کمربند ورسره یو ځای شي، کوم چې ممکن بېجنګ له بروکسل سره په اروپا کې وتړي. دا به سویلي اسیا ته هم ښاخونه ولري او زیات مرکزونه به سره وتړي. خو دا به تریلیونه ډالره پانکونه وغواړي او بل خطر به یې داوی چې له نورو اړینو سکتورونو لکه تعلیم، کرنې او نورو سکتورونو به پانګونه راکمه کړي. نو د دې لپاره چې په ټولو ورته مسئلو یو ملک پوه شي، ورته اړتیا ده چې د څېړنو اړونده مرکزونه او کارپوهان ولري، له نورو سکتورونو سره یې په ګډه پلان کړي چې څنګه ملک کولای شي له ممکنه ترانزیتي دهلیزونو مناسبه ګټه واخلي، پخپل ملک کې مناسبو مارکېټونو ته وده ورکړي، تولیدي توکو زیاتوالوالي او ښه کیفیت ته پاملرنه وکړي، د ثروت د مناسب او عادلانه وېش او پانګې د راجلبولو، د خپلو خلکو د تخنیکي او نرمو مهارتونو د لوړولو او نورو په برخه کې سم ګامونه واخلي.
 
اوس افغانانو ته څه کول پکار دی؟
تر ټولو مهمه خبره داده چې د سترو پروژو، ترانزیتي او اقتصادي دهلیزونو ممکن کول او ورنه ګټه اخیستل یوازې د سولې او ثبات په صورت کې شوني کېدای شي. که سوله او ثبات په ملک کې نه وي او همدا جنګونه مو په ملک کې روان وي، دا هر څه به خوب او خیال پاته شي، ځکه اوس ملکونه په ډېر سرعت له یو بل څخه وروسته پاته او یا پرمخ ځي، دا دهلیزونه به په نورو ملکونو کې رامنځته او وده وکړي، د مثال په توګه که موږ سم شرایط رامنځته نکړو نو له چابهاره تر تورغونډۍ او ان تر ترکیې دا لاره به مناسب رشد ونه کړي او په ځای به یې ایران له خپلې خاورې هند، قفقاذ، روسیه او اروپا سره وتړي، د چین او پاکستان اقتصادي او ترانزیتي دهلیز به زموږ په ګاونډ کې بل یو داسې پرمختګ وي چې موږ به تر سیورې لاندې راولي. که څه هم افغانستان سویلي او مرکزي اسیا لپاره د وصل تر ټولو لنډه او ښه لاره ده، خو که سوله او ثبات په هېواد کې نه وي، سړکونه او زیربناوې مو ټیټ کیفیت ولري، قوانین او مقررات مو زاړه او له فساده ډک او پلي نشي، د غلو، غدیو چې اصلي تومنه یې په ملک کې زورواکي ده مخه ونه نیسو، نو تر ابده ترانزیتي او اقتصادي دهلیزونه موږ ته صبر نشي کولای او په نورو ملکونو کې وده کوي. د ګاونډیو ملکونو ستره موخه داده چې موږ په شخړو کې وساتي، تر څوسرراپورته نکړو، د هغوی د لاسپوڅو خاینو کړیو په لاس بېوزله وساتل شو او وځپل شو تر څو مو حریصو ګاونډیانو ته میدان خالي شي.
 
بیا به مو راتلونکي نسلونه چې نورو ته به اړ او له هر څه به محروم وي په موږ او په اوسنیو سیاسي لوبغاړو که په هره خواکې دي لعنت به وایي. باید هوښیاري وساتو، تر اوسه هم یو څه وخت لرو خو د ځینو ګاونډیانو له سختو رقابتونو او دسیسو سره مخ یو. په دې کې که د لمړۍ درجې مشرانو او دولت رول زیات دی، خو دوی یوازې دا مهم ارمانونه بې د ملت له ملاتړه نشي ترلاسه کولای.    په دې مهم کې د هر افغان مسؤلیت دی چې مرسته وکړي، چارواکي اړ کړي او هم د هغو مسؤلینو او دولت ملاتړ وکړي چې دې موخو ته ژمن وي او ورته په اخلاص کار هم کوي.
 
باید ښه پوه شو چې که په هېواد کې زورواکان په واک کې وي، دا ټول ارمانونه او لرلیدونه به دوی د خپلمنځي سیالیو په شخه شولانګه کې په سیند لاهو کړي او په سیمه ایزو جیوپولیتیک او جیوستراتیژيک شطرنج لوبو کې به هر څه د لږ پیسو او ډلبازیو او یا د سیمه ایزو هغو شریکباڼو او لوبغاړو سره چې ګڼې ستراتېژیکې ګټې یې له موږ سره شریکې دي د نه همغږۍ له کبله به وبایلي.
 
د سولې او ثبات په شتون کې به موږ وکولای شو چې خپل او د سیمې او نړۍ مهم تجارتي، تولیدي او اقتصادي مرکزونه په اغیزمنه توګه سره وتړو او د اسیا په څلور لارې بدل شو.  د افغانستان بله مهمه اړتیا داده چې ټول اړین ترانسپورتي، تجارتي، تولیدي، صادراتی، د داخلي او بهرنۍ پانګونې قوانین او مقررات نوي، رڼه او د پانګوالو لپاره اسانه او په کلکه پلي کړي. موږ نشو کولای چې د فساد او رشوت په شتون کې د اسیا د تجارت او ترانزیت په څلور لارې بدل شو او ارومرو نور هېوادونو دا سیالي له موږ څخه ګټي. زموږ بېخبنایي بنسټونه لکه سړکونه، ریل لارې، بندرونه، تم ځایونه، رستورانونه او هوټلونه، روغتیايي مرکزونه، مارکېټونه او نور باید په نړیوالو ستندردونو برابر وي.
 
موږ باید پخپله خاوره کې د دې لارو او اقتصادو دهلیزونو په اوږدو کې د یوې ملي ستراتېژۍ له مخې،  د ملي او نړیوالو پانګوالو لپاره لاره اواره او تولیدي مراکز او داسې مارکیټونه رامنځته کړو چې افغاني کیفیت لرونکي تولیدات او پیداوار د پلور لپاره په مناسبه بیه وړاندې او بهر ته د دې ترانزیتی لارو په مرسته په اساني صادر کړو. که داسې و نه شي د نورو ملکونو ترانسپورتي کاروانونه به یوازې زموږ له ملکه تېرېږی، نه به دلته پېرودل کوي، نه به زموږ اقتصاد ته زیاته ګټه رسوي بلکه د زیربناوو د تخریب او د هوا د ککړوالي لامل به مو کېږي او هغه خاک پولي چې ورنه تر لاسه کوو له مصارفو به نه زیاتېږي.  
 
افغانستان د نړیوال تجارت د سازمان (World Trade Organization, WTO) غړی دی او موږ اړ یو نړیوال مقررات ومنو. همدارنګه، زموږ خوراکي توکي، تازه او وچې میوې او ورنه تولید شوي توکي لکه مربا او جوس، سابه او نور باید د نړیوال تجارت له مقرراتو او ستندردونو سره برابر وي. زموږ تولیدات باید ښه کیفیت ولري او په نړیوالو بازارو کې سیالي وکړئ شي. زموږ کرنیز تولیدات او تجارتي توکي باید له نباتي او حیواني ناروغیو، کیمیاوي او زهري موادو پاک وي تر څو په نړیوالو مارکیټونو کې تر ازمویلو وروسته قبول او بېرته مسترد نشي. تر اوسه داسې هم شوي چې زموږ انار له سویلي کوریا څخه د حشره وژونکو کیمیاوي موادو د پاته شونو د شتون له کبله بېرته مسترد شوي دي. نو زموږ د سنتشن  او فیتوسنتشن ((SPS مقررات باید له نړیوالو ستندردونو سره برابر او په خورا سختۍ پلي شي، بسته بندي مو له نړیوالو معیارونو سره سمه وي او افغاني برنډ په هره ساحه کې باید د اعتبار وړ وي. روښانه ده چې دا له موږ څخه د کرنې، تجارت، پانګونې او صنعت په برخه کې زیات کار، هڅې، ښې پالیسۍ، قوانین او مقررات غواړي چې روښانه ده زیاتو کارپوهانو ته هم اړتیا لري. که مو دا او نور ورته کارونه وکړل نو په نړیوال مارکیټ کې به افغان برنډ ښه نوم او ځای تر لاسه کړي، د خلکو ژوند، کورنی او ملي اقتصاد به مو څو ځلې قوي او د ژوند کیفیت به مو څو وارې ښه شي.
 
د یوه سوکاله او بریالي افغانستان په هېله
محمد عارف رسولي
کابل، افغانستان
 
ماخذونه

  • لاجورد دهلیز د سیمه ایز دهلیز او نړیوال جیو پولیټیک په رڼا کې، شعیب رحیم
  • د نړیوال بانګ د منابعو د دهلیز پروژه، مایکل سټنلي
  • مقاله راه لاجورد و اهمیت آن برای افغانستان، ضیا دانش استاد پوهنتون
  • د ستراتېژیکو او سیمه ایزو مطالعو مرکز خپرونې
  • د بي. بي. سي. چاپي خپرونې
  • په سویلي اسیا کې د ترانزیتي دهلیزونو راتلونکی، د نړیوال بانک خپرونه