روسیې په وېنزوېلا کې امریکا ته خبرداری ورکړ

روهي (نۍ/۱۱ د کب ،د قدرت پر سر د ونزوېلا د دولت او اپوزوسيون تر منځ جګړه کې روسيې د مادورو ملاتړ کوي په همدغه وخت کې امريکا د مادورو پر حکومت نوي بندیزونه لګولي دي.

لاوروف په مسکو کې د ونزوېلا د ولسمشر نيکولاس مادورو له مرستيالې سره لیدلي دي. او ډاد یې ورکړی چې تل به د دوي ترڅنګ وي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې په وېنزوېلا هېواد کې فوځي مداخله وکړي.

لاوروف د دغې ليدنې پر مهال ونزوېلا سره د مسکو له مرستو خبر ورکړ چې . لاوروف وويل چې روسيه غواړي ونزوېلا د خپلو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو د حل په برخه کې يوازې پرې نږدي.

لاوروف زیاته کړه چې مسکو د کاراکاس په غوښتنه د ۵ څخه تر ۷ ټنه درمل ونزوېلا ته لېږلي او اوس د نورو ضروري درملو يو نوی لېست هم د څيړنې لاندې دی، لاوروف زياته کړه چې د بشري مرستو په دوهم ګام کې خوراکي مواد په سر کې ځای لري. روسيې په جنورۍ مياشت کې له ۳۰ زره ټنه څخه ډير غنم ونزوئلا ته واستول.