
روهي (نۍ/۱۱ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت له پاکستان غوښتي دي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو او نورو ډلو ته د پناه ورکولو ډډه کړي.
بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي، چې د ملګرو ماتونو د امنيت شورا د پرېکړو اړوند، بايد پاکستان ترهګرې ډلې مالي حمايه نه کړي.
په دې اعلاميه کې له هند او پاکستان دواړو هم غوښتنه شوې ده، د پوځي اقداماتو پر ځای د سولې او خبرو له لارې شته کړکېچ پای ته ورسوي.
امريکا د لړمړي وزير عمران د هغه پرېکړه هرکلی کړی چې په جګړه نېول شوی هندي پيلوټ يې بېرته ورخوشی کړ.
له دې وړاندې ولسمشر ټرمپ او بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له دواړو هېوادونو غوښتي وو چې له حوصلې کار واخلي او په ډپلوماټيک ډول رامنځ ته شوی وضعيت کنټرول کړي.