
روهي (نۍ/۱۱ د کب)، د پاکستان حکومت د لومړي وزير عمران خان په امر نېول شوی هندي پيلوټ بېزته خپل هېواد ته تسليم کړ.
نوموړی تېره ورځ له لاهور څخه د هندوستان تر پولې انتقال او خپل هېواد ته وسپارل شو. د کرښې هغې غاړې ته په سلګونه هندي وګړي د نوي ازاد شوي پيلوټ هرکلي ته ولاړ وو.
پاکستان د دغه خبر تائيد کړی او په غېرې پوځي لباس کې يې ياد کس په ګډه کرښه هندي پوځيانو ته ورکړی.
لومړي وزير عمران خان له دې وړاندې ويلي وو، چې که چېرې د پيلوټ په خوشې کېدو سره ستونزې حل کېدای شي نو دوی به ياد پيلوټ خوشی کړی.