جنرال باجوه: د هندوستان له خوا هر ډول تهاجمي عمل ته به سخت ځواب ورکړو

روهي (جمعه/۱۰ د کب)، د پاکستا د پوځ مشر جنرال باجوه نن ورځ ويلي دي چې که چېرې د هند پوځ د پاکستان پر وړاندې په کوم تهاجمي عمل لاس پوري کړي نو ځواب به يې تر لاسه کړي.

باجوه وايي چې پاکستان د خپل ځان د دفاع حق لري او اجازه به ورنه کړي چې هندوستان يې پر وړاندې تهاجمي بريدونه وکړي.

په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال آصف غفور ويلي دي چې که چېرې هندوستان د بريد هڅه وکړي نو ورته غبرګون به تر لاسه کړي.

دا خبرداري وروسته له هغې شوې دي، چې لومړي وزير عمران خان د هندي پيلوټ د خوشي کېدو ويلي دي.