
روهي (جمعه/۱۰ د کب)، د پاکستان او هندوستان د پوځي کړکېچ وروسته د پاکستان پر هوايي حريم له افغانستانه هندوستان او له هندوستانه افغانستانه ته الوتنې وځنډول شوې. اوس تازه د کابل او نوي ډيلي ترمنځ الوتنې پيل او د ايران له هوايي حريم تيريږي.
کابل کې د اریانا هوايي شرکت رئیس محمد نادر عمر رسنيو ته ويلي دي چې که څه هم د کابل او نوي ډيلي ترمنځ الوتنې د ايران له لارې ډېر وخت نيسي خو د اړتيا په اساس دا اقدام شوی دی.
نوموړي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "موږ د ایران له لارې نن خپل لومړنی پرواز پېلوو خو واټن زیاتېږي او د الوتنې وخت په مراتبو ډېرېږي، کله مو چې د پاکستان له لارې پروازونه کول يو نیم ساعت وخت یې نیوه، خو له دې لارې شاوخوا پنځه ساعته وخت نیسي."
پاکستان نه يوازې پر خپل هوايي حريم د افغانستان او هندوستان ترمنځ الوتنې بند کړي بلکې د نورو هېوادونو الوتنې يې هم ځنډولې دي.
د يادونه ده چې تېره اونۍ له کابله نوي ډيلي ته په لار د افغانستان کام اير يوه الوتکه د پاکستان له هوايي فضا بېرته راوګرځول شوه.