
روهي (جمعه/۱۰ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو حکومت وايي چې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن اوس د دغه ډلې نفوذي شخص دی او ښايي ګواښونه رامنځ ته کړي.
د متحدو ايالتوحکومت ويلي دي چې د خپل پلار له مړينې وروسته حمزه بن لادن فعال شوی او د خپلې ډلې د غړو په راټولېدو اخته دی.
د امريکا حکومت وايي چې حمزه بن لادن د القاعده ډلې په منسجم کولو اخته دی او که چا يې په اړه مالومت پيدا کړل نو يو مېلېون ډالر جايزه به ورکړل شي.
د مالوماتو له مخې هغه وخت چې د حمزه بن لادن پلار د پاکستان په آيټ اباد کې د امريکايانو تر بريد لاندې راغی، دی هم په ياد کور کې وو.