
روهي (جمعه/۱۰ د کب)، په خيبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په عمران خان غږ کړی دی چې د پاکستاني پوځ په زندانونو کې تر ۳۲ زره ولسي پښتانه دې ازاد کړي.
منظور پښتين عمران خان ته ويلي دي چې که ته چېرې د هند نېول شوی پيلوټ خوشی کوې نو دا کار هم وکړه چې خپل نېول شوي ۳۲ زره ولسي وګړي چې پښتانه دي له زندان ازاد کړې.
پښتين په يو ټوېټ کې ليکلي دي، "که وزیراعظم بااختياره دی، دښمن هندي پائلټ ته رهائي يې ورکړې ده؟ نو دي 32000 لاپته او PTM ايکټوسټ رهائي دي هم وکړئ، کم چي د ويلي وو"
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ روانه مبارزه په دغه هېواد کې د زرګونه پښتنو د ارام ژوند په موخه ده چې د پاکستان ادارې يې تر اوسه غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
د يادونې ده چې لومړي وزير عمران خان ويلي دي چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د پوځي کړکېچ د سولې په موخه به نېول شوی هندي پيلوټ د ښه نيت او سولې په موخه ورخوشی کړي.