عمران خان: نېول شوی هندي پيلوټ د ښه نيت او سولې په موخه خوشی کوو

روهي (پنځه نۍ/۹ د کب)، د پاکستان لومړی وزير عران خان وايي چې په کشمير سيمه کې ژوندی نېول شوی هندي پيلوټ اوینندن به د ښه نيت او سولې ته د رسېدو په پار خوشی کړي.

عمران خان د پارلمان ناستې ته په وينا کې ويلي دي چې دغه پيلوټ به د سولې لپاره خوشی کړي او په دې سره به هندوستان ته د سولې پيغام ورکړي.

له دې وړاندې بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هم ويلي وو چې که چېرې د پيلوټ خوشي کېدل د اوضاع له ارامۍ سره مرسته کولی شي نو پيلوټ اوینندن به ورخوشی کړي.

هند تېره ورځ له پاکستان غوښتي چې پرته له کوم زيان دې نيول شوی پيلوټ ورته خوشی کړي.