
روهي (پنځه نۍ/۹ د کب)، د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي چې که چېرې د نې،ل شوي هندي پيلوټ په خوشي کېدو سره د پاکستان او هندوستان ترمنځ شته کړکېچ پای ته رسېدلی شي نو پاکستان به دغه کار وکړي.
له جيو نيوز سره نوموړي په خبرو کې ويلي دي، چې که چېرې د پيلوټ په خوشي کېدو روان پوځي کړکېچ پای ته رسيږي او د وضعيت په ښه کېدو کې مرسته کولی شي نو مونږ تيار يو چې نوموړی خوشی کړو.
قريشي ويلي دي چې ښايي د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير هم پاکستان ته راشي او د روان کړکېچن وضعيت په اړه د وليعهد محمد بن سلمان پيغام له حکومت سره شريک کړي.
له دې وړاندې لومړي وزیر عمران خان هم هند ته ويلي، چې جګړه د دواړو هېوادونو په زيان ده او غوره ده چې اوسنۍ ستونزې د خبرو له لارې حل شي.