
روهي (پنځه نۍ/۹ د کب)، د هندوستان او پاکستان ترمنځ د وروستي پوځي تاوتريخوالي وروسته د دواړو هېوادونو په فضايي حريمونو د الوتنو تګ ځنډېدلی دی.
هغه الوتکې چې د هندوستان او پاکستان له هوايي حريمونو تيريري يا يې الوتنې ځنډېدلې دي او يا يې هم د خپلو الوتکو مسير بدل کړی دی. په دې لړ کې ټای اېروېز، امارات، قطر اېروېز، اتحاد، فلای دُبی، سریلانکا اېروېز، اېر کاناډا او داسې نورو سترو هوايي شرکتونو خپل پروازونه لغو کړي دي.
همدا ډول برېټېش اېروېز او سنګاپور اېرلانیز د خپلو الوتکو لار بدله کړې ده.