پاکستان له هند سره په ګډې کرښې پوځي تمرينونه پيل کړي دي

روهي (پنځمه/۹ د کب)، د پاکستان پوځ په کشمير کې له هند سره د ګډې پولې په شااوخوا کې پوځي مانورې (پوځي تمرينونه) پيل کړي دي.

په سيمه کې خلک دغه پوځي مانورو تائيدوی او وايي چې له وړاندې خبر نه وو ورکړل شوی او له همدې لامله يې اندېښنې زياتې شوې.

سيمه ييز چارواکي وايي چې په ياده سيمه کې له تېرې ورځې برېښنا هم پرې شوې ده، د خلکو په کورونو او سوداګرېزو مرکزونو برېښنا نه شته.

د پاکستان او هند ترمنځ وروستي پوځي کړکېچ د سيمې او نړۍ هېوادونو اندېښنې راپورته کړې دي او د دواړو هېوادونو يې غوښتي دي چې په دې برخه کې له حوصلې کار واخلي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.