
روهي (پنځه نۍ/۹ د کب)، د روانې فېبرورۍ په نيمايي کې د هندي کشمير په پلوامه نومي سيمه کې موټربم ځانمرګي بريد د هندوستان له څلوېښتو زيات سرتيري ووژ ل او په لسګونه نور يې ټپيان کړل. له دغه بريد وروسته د دواړو هېوادونو سياسي او پوځي اړيکې کړکېچنې شوې او همدا اونۍ يې د يو بل پر وړاندې په پوځي اقداماتو لاس پورې کړ.
د امريکا متحد ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ په ويتنام کې يوې خبرې ناستې ته ويلي دي چې هيله لري ترڅو د پاکستان او هندوستان ترمنځ راپورته شوی کړکېچ ژر يو پای ته ورسيږي.
دغه کړکېچ په پاکستان په ناوړه اغېز کړی او له پاکستان اروپايي او له اروپايي هېوادونو څخه پاکستان ته ټولې الوتنې ځنډېدلې دي. له دوه ورځو راهيسې په زرګونه مسافر د پاکستان په هوايي ډګرونو کې منتظر پاتې دي.
د يو ساعت مخکې راپورونه وايي چې کشمير کې پر ګډې پولې له تېرې شپې راهيسې پاکستاني او هندي ځواکونه پر يو او بل متقابلې ډزې کوي، خو د تلفاتو په اړه يې مالومات نه دي ورکړل شوي.
د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په جلا - جلا ټيلفوني اړيکو کې د پاکستان او هندوستان بهرنيو چارو وزيرانو سره غږېدلی او د ستونزې د حل يې ويلي دي. پمپيو داوړه خواې هڅولې دي چې د پوځي حل پر ځای په سياسي حل تمرکز وکړي. په ورته وخت کې د چين بهرنيو چارو وزارت چارواکو له شاه محمود قريشي سره خپلې کړې او د روان وضعيت په اړه يې خپلې اندېښنې شريکې کړې دي.
د هند حکومت خپلو ځواکونو ته امر کړی دی چې د پاکستاني پوځ د هر ډول بريد په ځواب کې د پوځي اقداماتو اجازه لري او ځواب دې ورکړي.