
روهي (پنځه نۍ/۹ د کب)، د لومړي وزير نرېندرا مودي په مشرۍ د هندوستان د ملي امنیت کمیټې بيړنی ناسته کړې؛ د پاکستان او هندوستان ترمنځ يې د روان پوځي کړکېچ په اړه پرېکړه کړې.
مودي خپلو پوځيانو ته امر کړی دی چې د پاکستان پر خلاف دې هر ډول اقدام او پوځي وړاندې تګ اجازه لري او په دې برخه کې به د هېچا تر اغېز لاندې رانه شي.
د هندي رسنيو د مالوماتو په اساس، حکومت ځمکنيو او هوايي ځواکونو ته امر کړی دی چې د پاکستان د هر ډول بريد پر وړاندې د ځوابيه بريد اجازه لري.
هندوستان په داسې وخت کې خپل ځواکونو ته د اقدام اجازه کړې ده چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان له نرېندرا مودي غوښتي چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړو.