عمران خان نرېندرا مودي ته د جګړې په پرځای د خبرو وړانديز وکړ

روهي (څرونۍ/۸ د کب)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان د پاکستان او هندوستان ترمنځ نندرېو له زياتېدو وروسته خپل هندي سيال نرېندرا مودي ته د خبرو وړانديز وکړ.

عمران خان ويلي چې جګړه د دواړو هېوادونو او سيمې په زيان ده نو غوره ده چې راپورته شوې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

عمران خان مودي ته ويلي دي چې هېواد تيار دی ترڅو په هندي کشمير کې د وروستي ځانمرګي بريد په اړه هم له هندوستان سره همکاري او په دې برخه کې پلټنې تر سره کړي.

له عمران خان وړاندې د پاکستان بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قريشي د روان کړکېچ په اړه خپلې اندېښنې د متحدو ايالتو له بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو او د جګړې پر ځای د خبر له لارې د ستونزوز حل د هندوستان بهرنيو چارو وزيرې سوسشما سورج شريک کړی وو.

نن ورځ پاکستان د دوه هندي الوتکو او هندوستان د يوې پاکستانی جېټ الوتکې د نسکورېدو اعاوې وکړې.

د يادونې ده چې افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان کړکېچ په اړه د بې طرفۍ سياست غوره کړی او د ستونزې د حل هيله يې ښوودلې ده.