ټرمپ او کېم جونګ اون دوه په دوه په ويتنام کې سره ولېدل

روهي (څلورنۍ/۸ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ نن ورځ د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون سره د ويتنام په پلازمنېه کې ولېدل.

دواړه مشران د شمالي کوريا د وسلو او اټومي پروګرامونو په اړه خبرې کوي او سبا به د دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو د د مشرانو په ګډون ګډه ناسته ولري.

ټرمپ او کېم د رسنيو پر وړاندې په ګډه را څرګند شول او له هغې وروسته يې د ډوډۍ او ستړې مه شۍ انځورنه په رسنيو خپره شول.

دا دويم ځل دی چې چې ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ سره ګوري. دوی دواړه د لومړي ځل لپاره تېر کال په سېنګاپور کې سره لېدلي وو.