غزل


دهجـــرپه تياروکـــــــــــــــې بنديوان يمه اشنا
آهونه مې څوک نه اورې پريشــــان يمه اشنا
خصلت دزمانـــې دې که وګـــــړي بدل شوي؟
سوچونوکـــــــې يم ډوب په دازمان يمه اشنا
ازغـــي راته کـرلې غمـــازانو په کـوڅوکــــــې
مـــــنمه کـــــــــــــــــړاوونه درروان يمــه اشنا
جنون دعشق نوم دې ما منلــــــــې له پخوانه
که هــرڅه راته وايې ســـــتا مهمان يمه اشنا
جـانان مې پيدانه کـړوپه دې کلـــى کې ترننه
چـې ګــــــرځم په صحـراکې امتحان يمه اشنا
رنځـــــــــــوريمه دمـينې ، بنديوان يمه دمينې
کـــــــــــــرم راباندې وکړه ستا امان يمه اشنا
کونړ، بريکوټ
٢٨ ٩ ٢٠١٠