لومړی وزير عمران: مونږ جنګ نه غواړو، هندوستان دې له حوصلې کار واخلي

روهي (څلورنۍ/۸ د کب)، د پاکستان لومړي وزير عمران د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پر مهال خپل ولس ته وينا کړي او ويلي دي چې داوړه هېوادونه بايد له عقل او حکمت اخلي.

عمران خان وايي چې هېواد يې جنګ نه غواړي او له هندوستان يې هم غوښتنه دا ده چې له عقل، حکمت او حوصلې کار واخلي. د نوموړي په وينا چې جګړه د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او په همدې اساس پاکستان د جګړې انتخاب نه کوي،

عمران دا هم ويلي دي چې په هندي کشمير کې له خونړي ځانمرګي بريد وروسته پاکستان هندوستان ته د همکارۍ وړانديز وکړ خو هندوستان ورله منفي ځواب وکړ.

نوموړي د خپل پوځ له خوا د هندي الوتکو نسکورول هم تايد کړ او ويلي دي چې د يو خپلوک هېواد په توګه يې له دې کار پرته بله چاره نه درلوده.

عمران خان هندوستان ته ور په ياد کړې ده چې د نړۍ سترو جګړو تر ډېره دوام وکړ او دا هرڅه د غلطې محاسبې پر اساس شوي دي.