ولسمشر ټرمپ ويتنام ته ورسېد

روهي (څلورنۍ/۸ د کب)، د امريکا متحدو ایالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون سره د لېدنې په پار ويتنام هېواد ته لاړ.

د ټرمپ او کېم جونګ اون دغه لېدنه نن او سبا ورځ تر سره کيږي چې د دواړو مشرانو ترمنځ لېدنه ده. په لومړي ناسته کې ټرمپ او کېم جونګ اون ذوه په دوه سره ګوري او د لېدنې په دويمه ورځ به د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو چارواکي هم شتون ولري.

د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون د خپل خور او يو شمېر نورو چارواکو سره يوځای له وړاندې ويتنام ته رسېدلی دی. د ويتنام چارواکي وايي چې له تېرو يوولسو ورځو يې دغه ناستې ته پوره ترتيبات نيولي دي.

د ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون ترمنځ دغه دويمه لېدنه ده. دوی له دې وړاندې په سينګاپور کې سره لېدلي وو.