
روهي (څلورنۍ/۸ د کب)، د هند پوځ وايي چې نن ورځ د پاکستان درې جنګي الوتکې د دوی خاورې ته رادننه شوې چې يوه اف ۱۶ جېټ جنګي الوتکه يې رانسکوره شوه.
په ورته وخت کې د پاکستان پوځ وايي چې د دوی خاورې ته بيا دوه هندي الوتکې رادننه شوې چې داوړه يې غورځولې دي او پېلوټان يې ژوندي نيولي دي.
د پاکستان ترمنځ کړکېچ په هندي کشمير کې د وروستي ځانمرګي بريد وروسته ډېر شو خو داوړه هېوداونه د يو او بل د الوتکو د لوېدلو ادعاوې ردوي.